(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۲) زرغون خوږیاڼی
د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي چې رسما یې پخپل کار پیل وکړ، وویل چې جګړه ګټونکی نه لري او سولې ته لومړیتوب ورکوو.
د ملګروملتونو نوی عمومي منشي آنتونیو گوترس د ۲۰۱۷زکال د پیل په مراسمو کې یوې غونډه کې په ټوله نړۍ کې د جګړو په اړه انديښنه څرګنده کړه، نوموړي وویل، له لومړۍ ورځې څخه چې کله مې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه دنده پيل کړه، په زړه کې مې ژورې پوښتنې راپيدا شوې، چې څنګه کولی شو چې میلیونونو هغه خلک چې په جنګ جګړو کې ښکیل دي او له هغو سترو جګړو چې پای نه لري او ترې کړیږي، مرسته ورسره وکړو.
ګوترس چې اوس د بان کي مون پرځای د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي شو زیاته کړه، چې د نظامي ځواکونو لخوا عام وګړي وژل کیږي، ماشومان ، نارینه او ښځینه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، دوی اړ دي چې خپل کورونه پریږدي، زیان ویني او له ژوند کولو محرومیږي، آن تر دې چې عامه روغتونونه او د مرستندویه قطارونه په نښه کیږي.
نوموړي وویل، چې هیڅوک د جنګ ګټونکی نه دی او ټول تاوان کوونکي دي، په تریلیونو ډالر د ټولنو او اقتصاد له منځه وړلو لپاره، بې باوري او ډار ولو ته لمن وهلو لپاره مصرف شول چې نسلونو ته یې د ژوند کولو توانايي ورکولی شوه، ټوله سیمه بې ثباته شوه او د نړیوال تروریزم تهدیدونو ټول متاثره کړي یو.
آنتونیو گوترس زیاته کړه، په ورځیني ژوند کې یو والی او ترحم، د سیاسي ډلو تر منځ د خبرو اترو درناوی، د جګړې په ډګر کې اوربند، د خبرو اترو میز ته د کیناستلو لپاره سیاسي لاره او په پای کې دا هر څه باید د سولې لپاره د ټولو لارښوونه وي.

















