(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۲) زرغون خوږیاڼی
په هرات ولایت کې د ځايي تلویزیون «تابان» مسئول مدیر د پولیسو لخوا وهل شوی دی.
د تابان تلویزیون مسئول مدیر غزیز احمد صادقي، چې تیر ماښام د هرات ولایت په مرکز کې د مستوفیت څلور لارې سره نږدې د دوو موټر چلوونکو تر منځ نښته وه، نوموړی یې د خلاصون لپاره ورغلی تر څو یې سره خلاص کړي؛ خو د امنیتي پولیسو او ترافیکي پولیسو لخوا وهل شوی دی.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسئول همایون نظري ویلي، چې دا موضوق یې چارواکو ته رسولې، د هرات ولایت ځینو نورو خبریالانو په دغه پيښه خواشینې ښکاره کړې ده، دوی د خبریالانو بې احترامي غندلې او په دې اړه یې د عدلي او قضايي ارګانونو څخه غوښتي چې دا موضوع په جدي توګه وڅیړي.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد ویلي، چې د تابان تلویزیون مسئول عزیز احمد صادفي په اړه یې پلټنې پیل کړي او ډير زر به د پيښې عاملینو سره جدي برخورد وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ هم په فراه ولایت کې د عروج رادیو مسئول ابراهیم پرهار ددغه ولایت د پولیسو لخوا وهل شوی و.
په وروستیو کې په هیواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاو تریخوالي پیښې زیاتې شوي چې تر ډيره د امنتیي مسئولینو او یا د وسله والو زورواکو لخوا وهل ډبول کیږي.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکې ادارې (نی) ویلي په کال ۲۰۱۶م کې افغانستان کې ۱۴ خبریالان وژل شوي او دغه کال يې د افغان خبریالانو دپاره خونړی بللی دی.
د نی ادارې مشر عبدالمجیب خلوتګر ویلي، په کال ۲۰۱۶م کال کې ۱۴ افغان خبریالان وژل شوي، ۲۳ ژوبل شوي او ۴۳ باندې تشدد شوی دی.


















