بغلان کې د پولیسو دوو قومندانانو خپلمنځي جګړو له امله په سلګونو کورنۍ بېځایه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۳) زرغون خوږیاڼی
د بغلان ولایت د بُرکه ولسوالۍ امنیه قومندان او د سیمه ییزو محلي پولیسو قومندان تر منځ سختې نښتې شوي، چې له امله یې په سلګونو کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د بُرکه ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې له څو ورځو راهیسې په سیمه کې د ملا امیر په نوم داربکيو قومندان او د ولسوالۍ امنیه قومندان محمد علي ترمنځ د شخصي دښمنۍ له امله سختې جګړې وشوې چې له امله یې په سلګونو کورنۍ د سیمې پریښودلو ته اړ شوي دي ، او دواړو خواو ته تلفات هم اوښتي دي، خو مرکزي حکومت يې په اړه اقدام نکوي.
د برکه ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، په جګړه کي د دواړو لوریو درندې مرمۍ په کورونو هم لګېدلې، چي له امله یې ګڼ کورونه زیانمن شوي او د «شرشر» او «سای هزاره» سیمو څخه ۳۰۰ کورنۍد سیمي پرېښودلو ته اړ شوې دي.
د ځايي اوسیدونکو له مرکزي حکومته ددغه ولسوالۍ د امنیه قومندان محمد علي د برطرفه کولو غوښتنه هم کړې ده، چې ددوی په وینا پدې جګړو او ناامنیو کې د برکه ولسوالۍ امنیه قومندان لوی لاس لري.
په راپورونو کې ويل شوي، چې لومړی د اربکي قومندان ملا امیر او یو بل سیمه ییز اربکي قومندان ترمنځ جګړه پېښه شوې، چې وروسته د برکه امنیه قومندان محمد علي د یوه اربکي قومندان ملاتړ کړی او د ملاامیر په نوم له یوه بل قومندان سره یې جګړه نښتې ده.
د برکه امنیه قومندان محمد علي ادعا کړې چې د ملا امیر په نوم د اربکیو قومندان د خپلو ملیشو او اربکیانو په مټ د سیمي خلک ځوروي، وهي یې او باج ورڅخه اخلي.
په ورته وخت کې د اربکیانو قومندان ملا امیر بیا ویلي، چې د برکه امنیه قومندان محمد علي په سیمه کې له خلکو په زرو ظلم سره پیسې اخلي او زروروي یې.
خو ځايي اوسیدونکي بیا وايي، چې دواړه وسله والې ډلې په سیمه کې له خلکو باج اخلي او یو شمیر خصي زندانونو کې عامه خلک شکنجه کوي، دوی وايي چې ددې نښتو لامل د محمد علي او ملا امیر تر منځ کورنۍ شخصي دښمني ده چې وخت په وخت د خپلو ساتونکو پر مټ یو پر بل وسله وال بریدونه کوي او ترمنځ یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي



