د اندونیزیا: یوې بحري بېړۍ کې اور لګېدو ۲۳ کسان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۳) زرغون خوږیاڼی
د اندونیزیا په جاکارتا سمندر کې یوې بیړۍ کې چې د ټیډونګ ټاپو ته روانه وه اورلګیدلې چې له امله يې ۲۳ کسان سوځیدلي او ۱۷ نور نادرکه شوي دي.
ویل کیږي، چې د “زهرو ایکسپریس “په نامه بېړۍ کې تر ۲۳۰ ډېر کسان سپاره وو او غوښتل یې چې او ټیډونګ ټاپو د نوي زیږدیز کال په مراسمو کې ګډون وکړي.
په بیړۍ کې د اورلګیدلو له امله خلکو سمندر ته ټوپ کړي چې ۱۹۴ کسان ژغورل شوي او ۱۷ نور په سمندر کې ورک شوي دي.
اسوشیټد پریس خبري اژانس ته د حکومت یوه استازي د «سیپلي مادریتو» ویلي، چې تر لسو ډیر کسان، چې په پیښه کې زیانمن شوي وو، روغتون ته لېږدول شوي دي.
له بېړنیو پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، بېړۍ تر ټاکل شوې اندازې دوه برابره ډېر کسان سپاره وو.



