د ترکيې پارلمان د ولسمشر اردوغان صلاحيتونه ډېر کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۳) الماس خدرخیل

د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د ترکيې پالمان هغه لايحه تصويب کړه، چې له مخې به د دغه هېواد د ولسمشر رجب طيب اردوغان واکونه زيات کړل شي.

 دغه اتلس ماده ييزه مسوده د پارلمان د پنځه سوه پنځوس غړو څخه يې ۳۳۹ کسانو تائيد کړې ده.

د نوې مسودې له مخې اردوغان صلاحيت لري، چې احکام صادر کړي او بیړنی حالت اعلان کړي.

اردوغان د پارلمان د منحل کولو تر څنګ وزيران او نور لوړپوړي دولتي چارواکي هم په خپل صلاحيت مقرورولی شي.

ياده مسوده به د روان کال په وروستیو کې په اساسي قانون کې د بدلون په اړه د یوې ټول پوښتني زمینه هم برابره کړي.

د ترکيې حکومتي چارواکي وايي چې د واکونو ډيرول به اداري کارونه لا اسانه او اغيزمن کړي.

په ترکيه کې تر ناکامې کودتا وروسته د ترکيې ولسمشر اردوغان په دې هڅه کې و، چې خپل قدرت او واک ډېر کړي، نوموړي غوښتل چې استخبارات او لوی درستيز هم تر خپل مستقيم کنترول لاندې راولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button