امريکا: بارانونو او طوفانونو ۱۸ تنه وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۴) الماس خدرخیل
تازه ورکړل شوي راپورونه وايي، چې د امريکا متحده ايالاتو کې د سختو بارانونو او طوفانونو لږ تر لږه ۱۸ تنه وژلي او لسګونه تنه نور ټپيان دي.
دغه طوفانونه د امريکا د جورجيا، الاباما او ميسيسيپی په ایالاتونو کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې راغلي چې په لسګونه ودانۍ يې چپه کړي او زيانمنې کړي دي.
په جورجيا کې ۱۱ تنه وژل شوي او په نورو ايالاتونو کې ۷ تنه. د دغه ولايت والي په اووه سيمو کې بيړنی حالت اعلان کړی دی.
د يادونې ده، چې د امریکا په سویل کې د میشتو ۳۸ میلیونو تنو انسانانو نه ۴میلیونه او ۸۰۰ زره تنو ته د سختو طوفانونو او ورښتونو له امله ګواښونه مخامخ دي.
د ژغورنې ډلې سيمې ته رسېدلي، ترڅو په سيمه کې بند پاتې خلک او ټپيان راوباسي.



