امینتي ځواکونه: د ملي وحدت حکومت زموږ ملاتړ نه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۴) الماس خدرخیل

افغان امنیتي ځواکونه، چې په کندوز کې په عملیاتوبوخت دي په ملي وحدت حکومت نیوکه کوي ، چې دوی ته د مخکې تګ اجازه نه ورکوي.

د دوی په وينا، د یوې میاشتي په تیریدو چې امنیتي ځواکونوپه کندوز کې د پامیر ۱ یو په نوم عملیات پیل کړي، تراوسه يې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

دوه تنه عسکر، چې په کندوز کې د جنګ په لومړۍ کرښه کې پراته دي رسنيو ته وويل، چې طالبان په مونږ بريدونه کوي، خو دولت مونږ ته د مخکې تلو اجازه نه راکوي، هغه وايي مونږ له دولت غواړو چې تر شا موقوت سره  ودرېږي.

دا عملیات دکندز د ښار په مربوطه سیمو او ولسوالیوکې شروع شوي دي. دسیمي اوسیدونکي او امنیتي ځواکونه وايې چې په دې عملیاتوکې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

د دغه ولايت چارواکي وايي، چې د جنګ په لومړۍ کرښه کې څه مشکل نشته موږ غواړو په احتیاط پرمختګ وکړوتر څو امنیتي ځواکونو اوملکي وګړوته زیان ونه رسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو مياشتو راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د شفق ۲ په نوم عمليات هم جريان لري او پکې يو شمير ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ، يو شمير نور په دې سړې هوا کې د عملياتو له ساحې کډې کولو ته اړ شوي دي.

د يادونې ده، چې څو مياشتې مخکې د امريکا لوی درستيز جنرال جوزف د امريکا په ولسي جرګه کې وويل، چې افغان ځواکونه د هېواد په ۷۰ فيصده خاوره حاکميت لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button