ملاعبدالسلام:انتحاري نه ده شوې، هيڅ مشکل نشته، ټول د رسنيو تبليغات دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۴) الماس خدرخیل
تېره ورځ د کندوز ولايت چارواکو ادعا وکړه، چې د دغه ولايت لپاره د طالبانو پر والي ملاعبدالسلام باندې ځان وژونکې حمله شوې او څلور ملګري يې وژل شوي، خپله ملا سلام په دې بريد کې ټپي شوی دی.
په کندوز کې د سپینزر ۸۰۸ زون قوماندان شېر عزیز کامه وال رسنیو ته ویلي و چې دا چاودنه د داعش جنګیالو لخوا شوې او د نوموړي په وینا، چې برید کوونکی د ننګرهار له اچین ولسوالۍ څخه کندوز ته دبرید په موخه راغلی و.
کابل ټکی کام ته په يوه تازه رسېدلي غږيز پيغام کې د طالبانو له لوري ګمارل شوی د کندوز والي ملاعبدالسلام وايي، چې روغ رمټ دی او په وينا يې هيڅ داسې کومه پيښه په ټول کندوز کې نه ده شوې چې څرنګه رسنۍ ورته تبليغات کوي.
ملا عبدالسلام په دغه پیغام کې وايي، چې هیڅ مشکل نسته، کومه ادعا چې کیږي هغه هیڅ حقیقت نه لري، هیڅ داسې کومه پېښه نه ده شوې څرنګه چې يې رسنې رااخلي.
په دغه پيغام کې د نوموړي د ملګري په اړه معلومات نه دي شوي چې څوک دی، خو ورته وايي: تشویش مه کوه، مطمئن اوسه او ملګرو ته اطمینان ورکړه.
هغه زياته کړې (کیدای شي داسې یو وخت راشي چې زه به د ملګرو څخه لیري یم او اړیکه به نه شم نیولی، نو تاسې ژر ژر تشویش مه کوئ.)
تر دې مخکې هم د طالبانو له لوري د کندوز والي د چارواکو په خوله شاوخوا څلور ځل ټپي شوی او يا هم وژل شوی، خو نوموړي په خپل غږيز پيغام کې دغه ادعاګانې رد کړي دي.



