د ګمبيا زوړ ولسمشر په دوه اونيو کې ۱۱ ميليونه ډالر غلا کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۴) الماس خدرخېل

د ګمبيا چارواکي وايي، چې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر یحی جامع له وتلو وروسته د دولت له خزانې ۱۱ ميليون ډالر ورک شوي دي.

د نوري ولسمشر اداما بارو سلاکار وايي، چې کارپوهان د ورکو شويو پيسو د دقيقې شميرې ارزونه کوي.

د بي بي سي د ورکړل شوي خبر پر بنسټ عیني شاهدانو ویلي، لوکس موټر او ځینې نور شیان یې لیدلي چې له هېواده د یحیی جامع د وتلو پر شپه د چاډ یوې باروړونکې الوتکې ته پورته کېدل.

د ګمبیا د نوي ولسمشر سلاکار فاتي خبريالانو ته وويل، هېواد یې له مالي کړکېچ سره مخامخ دی:(اوس د دولت خزانې تقریباً تشې دي. د مالیې وزارت، او د ګمبیا د مرکزي بانک کارپوهانو هم دا خبره تایید کړې ده).

د نوموړي په وينایواز تېرو دوو اونیو کې جامع له حکومتي خزانو تر ۱۱ میلیون ډېر ډالر غلا کړي.

د ګمبيا پخواني ولسمشر په دغه هېواد ۲۲ کاله واکمني وکړه او د شنبې په ورځ له ګمبیا ووت.

د نوي ولسمشر سلاکار وايي، ګمبيا کې يې د هوايي ډګر چارواکو ته لارښوونې کړي، چې د جامع اړوند هيڅ ډول څيزونو ته د وتلو اجازه ورنکړي.

تر اوسه نوی ولسمشر اداما بارو په ګاونډي سینیګال هېواد کې دی، خو خو ښکاره نه ده چې کله به خپل هېواد ته ستنېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button