طالبانو نادرشاه کوټ کې ۴ رینجر تخریب ۲۴تنه افغان سرتېري قتل او ټپیان کړي دي

 (کابل ټکی کام :سه شنبه ،لړم ۱۲ ،۹۴ ۱۳ل)

د خوست ولایت د نادر شاه کوټ جګړه چې نن سهارمهال شاوخوا ۵ بجې د ولسوالۍ په مرکز، هوایي میدان او ټولو شاوخوا دفاعي پوستو باندې د طالبانو له لوري پراخ تعرضي بریدونه پیل شوي وه تر ماذدیګر ۳ بجو پورې يي دوام درلود .

لومړني معلومات ښي چې په دغې ننۍ جګړه کې ۳ رینجر موټر تخریب ، ۱۴ تنه افغان سرتېري مړه او ۷ تنه نور يي ټپیان شوي دي .

بل خبر ښيي د نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې نن غرمه مهال ۱۱ بجې د یادې ولسوالي د « تیاره منځ » په سیمه کې یو بل رینجرموټر د سرک دغاړې ښخ شوي مائن خوراک شو چې په پایله کې يي رینجر موټر تخریب او  ۴ تنه افغان سرتېري ووژل شول .

د یادونې وړ ده چې طالبانو ويلي دي ددوي ملګري په دغه جګړه کې روغ رمټ دي .

خو افغان حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي .

محمدسمیع سعادت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button