د مرکزي بغلان ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د کندز-تخار او بدخشان لویې لارې وتړلې

کابل ټکی کام۱۴عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
له سیمې څخه په را رسېدلي خبر کې ویل شوي دي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په سلګونو اوسېدونکو د کندز-تخار او د بدخشان لویې لارې وتړلې.
دوی وايي چې دغه لارې یې هغه وخت وتړلې کله چې مرکزي دولت د ولایت د مقام دفتر، د کرنې او مالدارۍ پوهنتون د یادې ولسوالۍ څخه پلخمري ته منتقل کړ.
د خبر په بنیاد چې اعتراض کوونکو له حکومت څخه د ولایت د مقام دفتر، د کرنې او مالدارۍ د پوهنتون د پلخمري څخه بېرته د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته د انتقال غوښتنه کړې ده.

kundoze-takhar & badakhshan
دوی زیاتوي چې زمونږ اعتراض به تر هغو پورې متدوم وي چې تر څو حکومت یاده غوښتنه نه وي منلې.
اعتراض کوونکي ادعا کوي چې مرکزي دولت تېر کال د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو دغې غوښتنې ته پام ونکړ، او د دوی په حق یې تېرۍ او ظلم وکړ.
له اعتراض کوونکو څخه یو تن انجینر زهیر رسنیو ته ویلي دي چې د یادې مسئلې په اړه یې ډېر ځله له دولتي لوړپوړو مشرانو سره کتلي دي خو دوی یې په اړه هیڅ ډول اقدام هم ونکړ.
زهیر د خبراداري په توګه ملي یووالي حکومت مشرانو ته وايي، که یې د دوی غوښتنې ونه منلې د ولایت دروازې به وتړي.
امنیتي سرچینو خبر ورکړی دی چې اوسمهال د والي مرستیال قدیم نیازی او د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرشید بشیر مرکزي بغلان ولسوالۍ ته ځانونه رسولي دي، تر څو هلته اعتراض کوونکو ته یادې مسئلې په اړه قناعت ورکړي.
خبر وايي چې دوی اعتراض کوونکو ته ډاډ وکړی دی او ورته ویلي یې دي چې د کرنې او مالدارۍ پوهنتون له پلخمري څخه به بېرته مرکزي بغلان ولسوالۍ ته د انتقال لپاره سبا پیل کار کړي.
او د ولایت د مقام دفتر په اړه یې ورته ویلي دي چې په دې اړه به ولسمشر پرېکړه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button