جرمني پناه غوښتونکو ته د قبلولو شرط وړاندې کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۲۴) محمد طاهر
د جرمني د مالیې وزیر ویلي، هغه مسلمان کډوال چې جرمنې ته د پناه اخیستو لپاره راغلې، د دې هېواد ارزښتونه دې ومني او که دې ته تیار نه وې بیا دې له دې ځایه بل ځای ته لاړشي.
ولف کېنګ په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې مسلمان کډوالو ته ویلي، چې د جرمني قوانین دې ومني کوم چې په لېبرالېزم ولاړ دي او که چېرې د اسلامي قانون لاندې خپل ژوند تیرول غواړي نو بیا دې له اروپايي اتحاديې نه ووزي.
د ې هېواد ته له افریقا او منځني ختیځ نه نږدې یو میلیون کډوال د پناه اخیستو لپاره ورغلي دي، چې زیاتره يې د سوريې خلک دې، په دوی کې ډیری ماشومان او شځې هم شتون لري.


