دپاکستانیانو څخه دفاع!

لیک : مسکا ریحان
مال هغه ورور دې اوس په کومه دنده اخته دی؟
وایي: ته نه يې خبره؟ مال نه. وایي: هغه خو اوس شکر دی د وطن په دفاع کې ولاړ دی، مال څنګه د وطن په دفاع کې ولاړ دی؟ راغبرګه ئې کړه شکر دی دملي اوردو سرباز دی، مال ښه دفاع دچا څخه کوي؟ وایي: دوطن د دوښمنانو څخه، مال چې په نوم کافر وي زموږ د وطن دوښمن دی او دلته دوه څلوېښت(۴۲) ملکه راغلي ترڅنګ ئې داستا ورور هم ولاړ دی.
وایي: نه (مسکا) زما ورور خو دپاکستانیانو څخه د وطن دفاع کوي، مال څنګه دفاع کوي په صفري نقطو کې ئې غټ ګېټ درته ولګوی ستا دورور د (۱۷)مشر په لاسلیک، مال داستا د ورور غوندې ئې څلور په وغځول خو دوی ترې خبر لاهم نه وه چې دفردې ترشا څه روان دي؟ د(تورخم) اوبولدک لاري ئې کم اوزیات میاشت درباندې وتړلې، په FB52 طیارو ئې بمبار درباندې وکړ، په سل ګونو یې توغندۍ درته را وغورځولې، په زرګونو راکیټونه درته راغورځوي، د ډیورنډ کرښه ئې په رسمیت درباندې ومنل، اوس دادی اغزن تار درباندې راګرځوي داد دفاع ئې کله کوئ؟ وایي ته ودرېږه چې مازي اولسمشر اشرف غني امر وکړي مال سمه ده نو انتظار یمه.
نوتاسې_هم_انتظارسئ_چې_مازي_۱۷مشرامروکړي.



