شمالي کوريا يو ځل بيا نوی توغندی ازمويلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۴) الماس خدرخېل
جنوبي کوريا او امريکايي پوځي چارواکي وايي، چې شمالي کوريا توغندی ازمویلی چې ښايي بالستيک به وي.
د جنوبي کوريا چارواکي وايي، دغه توغندی تيره ورځ شمالي کوريا له سويلي څنډې څخه وار شوی او د جاپان په اوبو کې لويدلی دی.
په ورته وخت کې په سيمه کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ هم ويلي، چې ياد توغندی د يکشنبې په ورځ د شمالي کوريا له لوري ازمويل شوی خو د نوعيت په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي.
امريکايي پوځي چارواکو ويلي، چې دغه توغندی د شمالي کوريا د فوسونګ له سيمې څخه توغول شوی او زياتوي چې دوی به له خپلو اتحاديانو جاپان او جنوبي کوريا څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
شمالي کوريا په داسې حال کې د نوي توغندي ازموينه کوي، چې وړمه ورځ د دغه هېواد ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل، چې په مناسبو شرایطو کې به د امريکا سره په سيمه کې په رامنځته شوې شخړه خبرې اترې وکړي.



