ولسي جرګه: امرالله صالح پرديو استخباراتو ته کار کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۴) الماس خدرخېل
څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس امرالله صالح د افغان حکومت او د حزب اسلامي ګلبديدين حکمتيار تر منځ پر شوې سولې نيوکې او حکمتيار يې په هېواد کې د جګړو قربانيانو ته په سپکاوي تورن کړ.
د صالح د څرګندونو په ځواب کې د افغانستان ولسي جرګې تېره ورځ په غونډه کې وويل، چې امرالله صالح د پرديو استخباراتو خبرې په خپله ژبه کوي او یو شمير بهرنيو استخباراتو ته کار کوي.
د ولسي جرګې غړي حميدزي لالي په خپله وينا کې د صالح څرګندونې وغندلې او له ولسمشره يې غوښتنه وکړه چې هر چارواکی داسې بې مورده څرګندونې د چا په رابطه کوي هغه باید عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي وويل، چې يواځې دا نه چې د دولت دغه وزير د حکمتيار د راڅرګندېدو مخالفت کوي بلکې ډیری ډلې دي چې د بهرنيو سفارتونو لپاره کار کوي او هغوی له خوا يې ملاتړ کېږي.
امرالله صالح د حکمتيار سولې ته په اشاره سره ويلي و(کله چې یو کس ۱۷ کاله وړاندې زموږ د مرګ فتو او ۱۷ کاله ویجاړۍ تمویلوي،۱۷ کاله د خپل هېواد پر ضد په یوه بهرني هېواد کې ناست او د هغوی په مرسته هر څه یې چې له لاسه کېدل د هېواد او دولت پر ضد یې صادرول، د هغه لپاره یې یوه ډېره ستره صحنه جوړه کړه چې ته راشه او خلکو ته لکچر ورکړه).
د صالح په وينا چې هغه د تېرو اوولسو کلونو شهيدانو ته هيڅ درناوی ونه کړ دا يوه تيروتنه ده.
تر اوسه د امرالله صالح د څرګندونو په ځواب کې د حزب اسلامي ګوند څه نه دي ويلي.



