د حزبیانو په وړاندې د امارت سیاسی وقار او درنښت

لیکنه: دخړې حجرې خړ طالب

د اسلامي امارت څخه یوه مودبانه  شکریه او د مطبوعاتو کمیسون ته یو سپین مډال.

د حکمتیار په باب د اسلامي امارت دا ۱۶ کلن سیاست ډیر دستاینې وړ دی چې په پوره اغماض او ډیر د نه کاته په تدبیر بناء و او د حکمتیار ښه او بد ته یې د مطبوعاتو پر مخ د نشت او عدم په نظر کتل چې دا ډیر عاقلانه، مدبرانه او په سیاسي انداز ډیر پوره او پر ځای عمل و.

د حکمتیار کړه وړه داسې تلقې کول چې ګواکې اوس منحرف وبلل شی او د حکمتیار سابقه کړو ته ګواکې جهادي رنګ ورکړل شي او د هغه مبارزه د اسلام په حق کې منعکسه فرض شي چې په دې بهیر کې له نوموړې بیا ګیله وشې چې داسې ولې وشول؛ پوره مردوده نظریه ده.

د حکمتیار تیر تاریخ ته چې نظر وشې هغه هم دقیق نظر نه؛ بلکې ډیر سطحې نظر نو د ده هر څه جوت او د اوسنې کردار ادرس دی او د لږ سوچ وروسته دا فیصله پخپله کیږي چې حکمتیار منحرف نه؛ بلکې په خپله اصلې چهره معترف شو.

د طالبانو د سپیڅلې، افغان او اسلام نجاته تحریک او بیا په وروسته کې د اسلامي امارت خلاف د ده ټول عمل هوبهو هغه و کوم چې امریکا او ناټو په افغانستان کې ترسره کړ.

اسلامي امارت چې له ده ګیله کولای چې په اسلامي سیاست کې د ماشوم حیثیت هم نلري؛ نو د رباني، سیاف، فهیم،عبدالله، بل، بل، او د اخوانیت له نورو بچوڼو څخه به یې هم کړې وای.

د اخوانیت د مبارزې اصول دادې چې سیاست یې هدف او اسلام یې ذریعه ده هدف ته د رسیدو پخاطر هر څه مباح بولې، اســــــــــــلام تر سیاست لاندې بولې چې د دوی د سیاسي پالیسۍ او اسلام تر منځ مقابله راشې نو ترجیح سیاست ته ورکوي.

زموږ دغه ادعا او خبرې په افغانستان کې د روسانو د جهاد  له وخت څخه بیا د ګلبدین تر سولې د اخوانیانو اعمال عملاً رښتیا کوي د دوی ټولو اعمال، د نن او پرون خبری، کړه وړه تاریخ ثبت کړې او د ټولو افغانانو د ذهن په تخته ثبت اوپه حافظه کې یې لکه لمر داسې پراته دی او له هیچــا ندی هیرو ټول الحمدلله ژوندې دی او ټول ولس شاهدان یو چې دوی څه ویل او څه یې وکړل.

داسلامي نظام او طالبانو د اسلامی تحریک په مقابل کې د دوی عمل او برنامه، د امریکې عمل او برنامه سره  یوه نه وه؟!.

تر اوسه یواځې حکمتیار د یو تړون په خاطر دباندی پاتې و اوس دادی ټول په یوځای په یوه میز نشول سره یوزای؟!

د دوی په وړاندې د امارت درنې او با وقاره پالیسې آخر په دوی ځمکه طبخی کړه  آخر یې په ډیره سپین سترګی د دوی پخوانی د مطبوعاتو رښتیاګوی؟؟؟!!! قریب الرحمن سعید په خپل سابقه مهارت دروغینه ادعا وکړه نو امارت مجبور شو چې له ځانه د عیب داغ لرې کړې که څه هم د حزب او حکمتیار نوم پکې یادیږی.

د امارت درنې او با وقاره پالیسۍ ته د سیاست او پالیسیو با وقاره مډال ورکوم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button