طالبان وايي، هلمند کې يې ۷ پوستې نيولي او ۲۲ عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۷) الماس خدرخېل
تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې په دولتي پوستو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې ۷ پوستې نيولي او شاوخوا ديرش عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې دغه بريدونه د يادې ولسوالۍ په ګڼو امنيتي پوستو ترسره شول، چې پکې درنې او سپکې وسلې هم کارول شوي دي.
د سرچينې په وينا په دغه جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې او په وينا يې چې وسله والو د امنيتي ځواکونو يو شمير پوستې نيولي، د ولسوالۍ مرکز ته غزيدلې لاره يې تړلې ده.
وسله والو طالبانو د دغه بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په ياده جګړه کې يې ۲۲ پوليس وژلي او او يو شمير نور ټپيان کړي دي.
طالبان وايي، په ياده جګړه کې وسلې او ګڼ شمير مهمات هم د دوی ته ورغلي دي.
عيني شاهدان وايي، په سيمه کې لا هم د عسکرو جسدونه پراته دي او اوس هم جګړه روانه ده.
تر دې دمه ولايتي چارواکو لا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.



