سرپل کې د طالبانو یو تن دطالب قومندان په نوم درې وارې حکومت ته تسليم شوی

کابل ټکی کام ( دوشنبه ١٣٩٤ لړم ٢۵/ ٢٠١٥ م نومبر ١۶)
تېره ورځ د سرپل ولایت چارواکو رسنيو ته وويلې، چې د طالب قومندان په نوم یو تن دوي ته درې ځلي تسليم شوی دی .
دغه قومندان چې خپل نوم خيال محمد ښيي دايي دريم ځل دی، چې دولت ته تسليمېږي او ځان د طالبانو یو مهم قومندان او دیوې ډلې مشر معرفي کوي .
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت هم ددې پخلی کړی، چې نوموړی شخص په دريم ځل هم دوي ته تسليم شوي دي .
وحدت زیاته کړه چې نوموړي طالب قومندان سره یو شمېر وسلوال ملګري هم دوي ته تسليم شوي دي .
خو د سيمې خلک بیاوايي چې خيال محمد یو عام سړی دی او حکومت ته د تسليمېدو سره يي په څو واره زیاتي پیسې اخیستي دي .
د خیال محمد په اړه تراوسه طالبانو کومه تبصره نه ده کړې .
تردې وړاندې هم سولې ولایتي شوراګانو مرکزي ادارې ته د هېواد لهمختلفو برخو نه د یو شمېر تسليميو خبرونه ورکړي .
باید وویل شي چې ډېری وخت د دولت لخوا د طالبانو د تسليمېدلو خبره وشي خو بیا په اصل کې یوه تشه د رسنیو ګرمولو یوه موضوع وي او حقیقي بڼه يي هېڅ نوي او د دولت یوه تشه تبلیغاتي موخه وي، چې څارنکې يي هم په شک کې اچولي چې اوس يي ادعاوې نشي منلی .
سليم بریال



