کابل ټکی کام ۱۳۹۴ لړم ۲۷
د مصر د القاهره پوهنتون رئيس دکتور جابر نصار له دې امله د پوهنتون دننه جومات د نړولو امر کړی، چې د ځوانانو عقلونه اخلي او فکرونه يې خرابوي.
جومات د نصار له امر وروسته په بشپړ ډول نړول شوی دی.
نصار له رسنيو سره د تلفون له لارې ويلي دي، چې جامع جومات پوهنځيو ته نږدې دی او نړول شوی جومات او نور د لمانځه ځايونه ځکه تړل شوي، چې د ځوانانو عقلونه يې خرابول.
نوموړی وایي، په پوهنځيو کې د لمانځه ځايونه يې وروسته له هغه تړلي، چې له دار الافتاء څخه ورته فتوی راغله، په فتوی کې ويل شوي، چې يوازې له جامع جومات پرته په بل هيڅ ځای کې په جمع لمونځ کول روا نه دي.
د ټولنيزو شبکو ګڼ شمېر فعالانو د دې کار غندنه کړې ده او د مصر حکومت يې له اسلامي شعايرو سره په دښمنۍ تورن کړی دی.


















