مهم خبر: بدخشان يمګان ولسوالۍ د طالبانو ولکې ته لوېدلې

کابل ټکی کام ( چهارشنبه  ١٣٩٤ لړم ٢۷/ ٢٠١٥ م نومبر  ١۸)

له بدخشان ولایت نه په تازه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې تېره شپه د یمګان ولسوالۍ او امنيټي پوستې په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ورغلې .

طالبانو هم د یادې ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړی زیاتوي چې د دوي وسلوالو ځواکونو له لوري د یوه کارنده بريد پایله کې د ولسوالۍ شاوخوا امنیتي پوستې او مرکز د دوي لاس ته ورغلی او افغان امنیتي ځواکونو ته يي د درنې مرګ او ژوبلې اړولو ادعا  کړې .

دغه خبر د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلی او د نورو جزئیاتو د شریکولو يي هم ويلي دی .

خو افغان امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي .

د نورو تازه جزئیاتو لپاره کابل ټکی کام څارئ .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button