اصغر ستانکزی: درۍ کړې وعدې مې پوره کړې او درۍ کاله نور لوبیدل هم غواړم

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۳ فرید افغان)
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغرستانکزی رسنیو ته ویلي چې له کرکټ بورډ سره یې درۍ ژمنې کړې وې او ټولې یې پوره کړې دي.
اصغرستانکزي له سلام وطندار خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي چې لومړۍ ژمنه یې داوه، چې افغان کرکټ ملي لوبډله په د دویمه درجه هېوادونو په ډله کې لومړۍ وي او د ایرلینډ او سکاټلینډ نه به افغانستان مخکې کیږي چې داچاره هم وشوه.
دستانکزي په وینا دویمه ژمنه یې په کور دننه او بهر د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد ماتول وو، چې هغه کار یې هم وکړ او د زمبابوی لوبډلې ته چې بشپړ غړیتوب یې درلود حو پرلپسې ماتې ورکړې.
افغان لوبډلمشر ویلي چې درېیمه ژمنه یې دا وه چې دوو یا دوو نیمو کلونو کې به افغانستان بشپړغړیتوب اخلي چې په وینا یې هغه مجلس کې چې ده داخبرې کولې د همغه وخت د غوراوي کمېټې مشر او اجرایوي مشر پرته یو شمیر ګډونوالو په تمسخرامیزه بڼه پسې وخندل.
ستانکزي تر اوسه په ۷۵ پنځوس اوریزو، ۴۹ شل اوریزو او ۲۱ فرسټ کلاس لوبو کې د افغانستان په ګټه لوبېدلی او د ۴ سلیزو پهواسطه په ۳۵۹۱ نړیوالو منډو جوړولو پهخپله لوبډله کې پاتې دی.
نوموړي ویلي، چې خپلې ژمنې یې پوره کړې او افغانستان بشپړ غړیتوب واخیست؛ نو هڅه کوي، ترڅو اوسنۍ لاسته راوړنې دومداره وساتي. نوموړي بیا هم ژمنه وکړه چې که له زمبابوی یا بنګلهدېش سره لومړۍ ټېسټ لوبه راځي؛ نو هڅه کوي، چې ماتې ورکړي.