چي نااهله واکمن شي؛ خپله شتمني پردۍ شي

کابل غږ
ع-خاموش
پر افغانستان چې څو ځله پردیو تېری کړی دی، دا یې د نااهله واکمنو په واکمنۍ کې کړی دی. یرغلګر په دې پوهېدلي دي چې پوښتنه یې رانه نه شي کولای.
د خپل هېواد له شتمنیو څخه بې برخې کېدل دوه لاملونه لري: یو دا چې واکمن نااهله وي، دویم دا چې ګاونډیان یا نور زورواکي هېوادونه په یوه هېواد پوځي یرغل وکړي او هر څه یې لوټ او تالان کړي. افغانستان په همداسې حالت کې واقع دی. یرغل هم پرې شوی او واکمن یې هم نا اهله دي؛ د خپلو جغرافیایي حدودو، هوايي لیکې، خپلو معدنونو او نورو شتمنیو پوښتنه له چا نه شي کولای.
د افغانستان شمالي ګاونډي پخواني شوروي اتحاد په ۱۸۷۳میلادی کال، له افغانستان سره ګډ سرحدونه په رسمیت وپېژندل چې د آمو سیند دواړه خواوې همغه وخت سره معلومې کړل شوې.
یو هېواد د بل هېواد پر خلاف په ملګرو ملتونو کې هغه وخت شکایت کولای شي چې شکایت کوونکی هېواد په بشپړه توګه د ملګرو ملتونو غړیتوب ولري. افغانستان په ۱۹۴۶میلادي کال د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړی دی. هغه وخت چې روسانو پرې یرغل وکړ او که اوس پرې امریکا یرغل کړی دی، د خپل شکایت او ورته په جګړه کې چې څومره تاوانونه اوړېدلي دي؛ دا حق لري چې له یرغل کوونکو هېوادونو یې واخلي.
د امریکا د یرغل تر څنګ اوس تاجکستان د آمو سیند پر غاړه خپلې خوا ته د سیند د غاړو پخولو کار پیل کړی دی. هر هېواد د سیند په غاړه د خپلې خوا د کار حق لري؛ خو چې تاوان یې مقابل هېواد ته ونه رسېږي. تاجکستان بې له دې چې افغانستان ته خبر ورکړي، د سیند په خپلو غاړو یې کار پیل کړی او سیند د افغانستان خاورې ته را واوړېده.
د شمالي ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان سره د افغانستان ګډه پوله د آمو سیند دی. که هر څو د افغانستان خاوره د آمو سیند لاندې کړي، ګډ سرحد بلل کېږي. په موجوده حکومت کې چې د نااهلو حکومت دی، څوک نه شته چې د خپل ګډ سرحد او په آمو سیند د غاړو د کار د پیلولو پوښتنه له تاجکستانه وکړي.



