ملګرو ملتونه: ميانمار دې مسلمانانو ته پوره ملي حقوق ورکړي

کابل ټکی کام ۲۸عقرب/۱۳۹۴، قدرت الله حسین

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د بشر حقوقو دريمې کمېټې پرون د ميانمار له حکومته غوښتنه وکړه، چې روهنجيايي مسلمان اقليت ته دې پوره ملي حقوق ورکړي.

ياده کمېټه هر کال هغ راپورونه ګوري، چې په ميانمار، شمالي کوريا، ايران او سوريا کې د بشر حقوقو د تر پښو لاندې کېدو په اړه دي.

کمېټه له دې وروسته هغه پرېکړه عمومي غونډې ته وړاندې کوي، چې هوکړه پرې شوې وي، او سره له دې چې دغه پرېکړه څوک نه  عملي کوي، خو پر نړيوالو يې ټر ډېره اغېز وي.

روهنجيايي مسلمانان سره له دې چې ۱،۳ مليونه دي، د ميانمار د حکومت له لوري له ستر زور زياتي سره مخ دي.

د ميانمار حکومت دغو مسلمانانو ته د خپل وطن قوميت نه ورکوي او په تېرو ټاکنو کې يې له رايې اچولو هم محروم کړي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button