د کابل پردۍ پاله اداره به د چا مخه و نيسي؟

حقمل ” ضیا ”
په دې وروستیو ورځو کې رسنیو خبر خپور کړ, چې د غلامې ادارې چارواکو د پراخې چاپې په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون ګڼ شمېر محصلین د وروستیو لاریونونو په تور نېولي دي. د ننګرهار پوهنتون محصلینو په دې وروستیو کې د خپلو حقوقو د لاسته راوړلو، د خپلو مشکلاتو د رفع کولو او د اسلامي نظام د قیام لپاره د بشپړ سوله یيز لاریون په ترڅ کې خپل غږ پورته کړ. اوس پوښتنه دا ده چې محصلینو کوم داسې جرم کړی و، چې د کابل د امریکا جوړ رژیم له خوا د نېولو، بندي کولو، رټلو او سزا ورکولو وړ وپیژندل شول؟ د محصلینو لاریون بشپړ سوله یيز و او د کابل اداره خو د دیموکراسۍ دعوه داره ده او د همدې دیموکراسۍ لپاره یې تاسیس شوی دی او په دیموکراسۍ کې خو سوله یيز لاریون د هرچا یو منل شوی حق بلل کېږي. اوس چې د دیموکراسۍ دعوه داران د اسلامي نظام او د خپلو حقوقو غوښتنې په تور سوله يیز مظاهره کونکي محصلین نيسي نو دا ثابتوي ، چې دیموکراسي او ازادي شته خو د سېکولر غوښتونکو، د غربي افکارو خدمت کونکو، د دین د اصلي مفاهمو سپکاوی کونکو، ډمانو، فحشاوو، بې حجابۍ او د الله (جل جلاله) ، نبي کرم (صلی الله علیه وسلم) او قرآن کریم سپکاوی کونکو ته، نه هغو خلکو ته چې اسلامي نظام، د ولس خپلواکي او د بهرنیانو د اشغال پای غواړي؛ د غه خلک مجرم دي، هغوی باید ونيول شي، چاپې پرې واچول شي، وځپل شي، وټکول شي او بندي شي تر څو چې بیا دا خبرې په خوله رانه وړي. د کابل اداره په دې کړنو له دین سره د خپلې دښمنۍ او خپل وحشت یو بل ښکاره ثبوت وړاندې کوي او بس؛ ځکه چې په دې محصلینو د دوی عمده تور دا ګڼل کېږي چې دوی د اسلامي نظام غوښتونکي دي او په دې سبب د محصلینو نېول او ځورل له پخوا څخه د سیکولر، بې دینو او اسلام دښمنه نظامونو کار بلل شوی دی. د کابل اداره به د چا مخه ونېسي؟ دا چې اوس د هېواد هر با فکره او با ضمیره وګړي د اسلامي او شرعي نظام غوښتونکي دي نو د کابل اداره به څنګه وتوانیږي چې ټول ملت سره دښمني وکړي؟ اوس یواځې طالب او مجاهد د شرعي نظام غوښتونکی نه ؛بلکې هر با علمه او بې علمه، هر کشر او مشر، د هر قوم، د هر سمت، د هر فن، او د هرې ژبې خلک له غربي بې دینه دیموکراسۍ او د سیکولر نظام نه خپله کرکه اعلانوي. اسلامي نظام غواړي او حتی د امریکا په پیسو او ډالرو روزل شوي زده کونکي او محصلین تر هر چا ډېر په دې لاره کې قربانۍ ته چمتو دي. پورتنیو نقاطو ته په کتو سره وایو چې د کابل امریکا پاله اداره په دې اعمالو سره په خپل تندي د کفري غلامي یو بل داغ لګوي او بس؛ هیڅکله به د ولس د اسلام غوښتنې روحيه په خپل وحشت سره ونه وژني. د غه محصلین د شهیدانو او کونډو اولادونه دي، دوی د خپل روښانه فکر په توسط په دې پوهیږي چې څه باندې درې لسیزې قربانۍ د کوم مقصد لپاره وې؟ ولې د دوی پلرونه شهیدان شوي، ولې د دوی میندې کونډې شوي دي؟ ولې دوی خپل او خپلوان له لاسه ورکړي دي، ولې د دوی کورونه او کلي ړنګ پراته دي ؛ نو د دغو سوالو ځواب او اصلي هدف ته د رسېدلو ارمان جن دي. او د همدې ارمان لپاره خپل غږ پورته کوي. په پای کې وایو چې د کابل امریکا جوړې ادارې دغه اعمال د ټول ولس په وړاندې د دوی د دښمنۍ او د دوی د وارخطایۍ یوه نمونه ده چې په ډیره بې باکۍ هر خواته خوله اچوی؛ د دوی اعمال به ټول ولس او په خاص ډول ځوان نسل نور هم خپلو ارمانونو ته متعاهد کړي او د ولس د زورونې په سبب به ټولو هیوادوالو ته د کمونستانو په ډول مخ تورن وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button