ټرمپ: ژر به د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۰ فرید افغان)

د امریکایي مشرانو په لوړه کچه د خپلمنځي اختلافاتو چې شاوخوا ۶ میاشتې وخت یې ونیوو اوس یوځل بیا د دې هیواد ولسمشر د افغان جګړې په وړاندې د پالیسۍ د ژر اعلانیدو خبر ورکړی دی.
تره ورځ امریکایي ولسمشر په نیوجرسي ایالت کې په خپل ګلف کلب کې ویلي، چې د افغانستان په اړه پرېکړې کولو ته نږدې شوي دي.
نوموړي ویلي چې افغان جګړه ورته د اوباما او بوش څخه میراثي پاتې او دی هڅه کوي ترڅو هغه ته د پای ټکی کېږدي.
ټرمپ ویلي چې امریکایان نور ددغې جګړې لپاره زغم او وړتیا نه لري.
باید وویل شي چې نوموړي تر دې وړاندې هم په ځلونو د افغان جګړې په اړه د خپلې ستراتيژۍ د اعلان خبره کړې وه، خو د میاشتو په تېرېدو لا هم په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان د مسئلې پر سر اختلافات روان دي.
بلخوا د افغانستان ګډحکومت هم د امریکا نوې پالیسۍ ته سترګې په لار دی او په امریکا یې ژغ کړی چې د افغان جګړې په اړه هرڅومره ژر چې وي خپله پالیسي نهایي کړي، حکومت له امریکا غوښتي چې پخپله پالیسي کې دې په وسلوالو ډلو فشارونه ډیر کړي.
د یادونې وړ ده چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوې اداره وروسته له هغه چې له اروپایي هیوادونو نا امیده شو په خپله یې د یادې جګړې لپاره مټې رابډوهلې.
د بلک واټر په ګډون یې آن د عسکرو په خروج هم غور وکړ خو لا په یوه داسې کامله تګلاره ندي سلاشوي چې رسنیو ته یې ابلاغ کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button