جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

امریکا د افغان ځواکونو پر وسلو او تجهیزاتو ۷۶ میلیارده ډالر لګولي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 11, 2017
کټګوریانې: افغانستان, راپور تاژ
0
22
ځلې شریک شوی
275
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکايي حکومت د لګښتونو څارونکې ادارې په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې ویلي، امریکا له ۲۰۰۲ز کال راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو پر وسلو، مخابرو او نورو نظامي مهماتو باندې ۷۶ میلیارده ډالر لګولي دي.
په رپوټ کې ویل شوي، امریکا د افغان ځواکونو ته ۶۰۰۰۰۰ وسلو لپاره فنډونه ځانګړي کړي و. د دې وسلو ۸۱ سلنه برخه توپکونه او تفنګچو جوړوله. د دې ترڅنګ ۲۵۰۰۰ ګرنېټ غورځوونکي او لس زره آر پي جي راکټونه هم ورکول شوي دي.
امریکا همدا راز افغان ځواکونو ته ۱۶۲۶۴۳ مخابرې او شاوخوا ۷۶۰۰۰ موټر او ټانګونه ورکړي دي. افغان ځواکونو ته په ورکړل شویو ګاډو کې اکثره رینجر پیک اپس موټرونه او باروړونکي وسایط وو، خو نظامي موټرو کې ۲۲۰۰۰ هاموي ټانګونه هم وو.

په رپوټ کې ویل شوي، افغانستان ته له رسېدو وروسته دا هر څه پر افغان ملي اردو او ملي پولیسو وېشل شوې دي.
د رپوټ له مخې، پنټاګان له څېړنو وروسته ویلي چې له ۲۰۰۷ز کال راهیسې افغانستان ته ۱۱۰ چورلکې او ۹۸ الوتکې لېږلې شوې دي. په دې الوتکو او چورلکو کې ۳۱۴۰۰۰ راکټونه، ۸۷۰۰ ځانګړي بمونه او د چورلکو ۱۷۱۵۰۰۰ مرمي وړل شوې دي. 

دا هم ولولئ

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

خو له دې هر څه سره بیا هم امریکايي او افغان چارواکي وايي چې افغان ځواکونه سم مجهز نه دي او باید لا زیاتې مرستې ورسره وشي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جان نیکولسن د روان کال په پیل کې ویلي و چې افغانستان ته باید څو زره نور امریکايي پوځيان ولېږل شي تر څو افغان ځواکونه وکولای شي طالبانو ته ماتې ورکړي.

د افغان چارواکو په خبره، وسله وال طالبانو ټوله جګړه د افغان ځواکونو پر وسلو پر مخ وړي. د افغان ځواکونو د نظامي مهماتو یوه لویه برخه پر طالبانو پلورل کېږي، او یا یې تسلیمېدونکې افغان سرتېري له ځان سره طالبانو ته وړي.

طالبان د افغان ځواکونو په وسلو جګړه کوي

talib
د امریکا ولسمشر تر دې دمه لا د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي نه ده اعلان کړې. ټرمپ پرون رسنیو ته ویلي چې د افغانستان د جګړې په اړه به ډېر ژر خپله پرېکړه وکړي.
د ټرمپ د ستراتیژۍ د ځنډ له امله، تېره ورځ امریکايي سناتور او د کانګرس د وسله والو خدمتونو د کمیټې مشر، جان مککین د افغانستان لپاره خپله پالیسي اعلان کړه. د جان مککین طرحه به په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د تصویب لپاره کانګرس ته وړاندې شي او ضروري نه ده چې ټرمپ ورباندې عمل وکړي.

امریکايي سناتور او د کانګرس د وسله والو خدمتونو د کمیټې مشر، جان مککین
امریکايي سناتور او د کانګرس د وسله والو خدمتونو د کمیټې مشر، جان مککین

د جان مکین لخوا په طرح شوې ستراتیژۍ کې ټوله تکیه د افغان ځواکونو پر تقویه کولو ده. مککین په خپله طرحه کې ویلي چې افغان حکومت دې له سقوط څخه وژغورل شي او افغان عسکر دې نور هم تقویه کړل شي چې د هغوی له فزیکي شتون څخه په استفادې امریکا په افغانستان کې خپل اهداف خوندي کړي.
مککین همدا راز ټینګار کړی دی چې افغانستان ته دې نور امریکايي پوځیان ولېږل شي او له افغان حکومت سره دې اوږدمهاله تړونونه لاسلیک کړي تر څو امریکا په افغانستان کې دایمي شتون ولري.
د شنونکو په اند، د امریکايي چارواکو له خبرو داسې ښکاري چې له افغان عسکرو پرته امریکا په افغانستان کې جګړه پر مخ نه شي وړلای.

لوی ټکي: افغان ځواکونهافغانستانامریکاپنټاګانجان مککینجګړهډونالډ ټرمپطالبان
مخکینې مطلب

ټرمپ: ژر به د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړو

بل مطلب

امریکا د سرېښو په ډنډ کې ! زما دغه لیکنه تر امریکایانو پورې و رسووئ !

ځانګړي مطالب

افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
افغانستان

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
افغانستان

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
افغانستان

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
افغانستان

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com