د ولسمشر سلاکار، لال پاچا آزمون د ورکړل شوي پیغور له امله استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۳ فریدافغان)

تیره ورځ د ګډحکومت د مشر اشرف غني په علمي او ټولنیزو چارو کې ستر سلاکار لال پاچا آزمون د هسکې مینې د غمیزې له امله چې شاوخوا لس تنه ملکي هیوادوال پکې ووژل شول استعفا ورکړه .
نوموړي په یوه خپور شوي وضاحت لیک کې ویلي چې پرون یو کلیوال ورته په پیغوریزه لهجه ویلي چې د یاد بمبار په هکله مو خوله هم چوله نکړه او بې غیرته یاست‹‹ پرون راته یو کلیوال په فون کې وژړل او راته یې وویل: بې غیرته یې. نو زما مشره: چې د یوچا په قوم بم غورځول کېږی، په دوو اونیو کې شل تنه شهیدانېږي، زما د سولې کور د مرګ په کور بدلېږي، د داعش، طالب او دادی د حکومت په اور کې سوزي، فساد پر ځمکه له پخوا دوه چنده زیاتېږي، واک بې تجربو او نا اهلو ته سپارل کېږي، ښه خبره داده چې زما په څېر خلکو ته له دې حکومته کور ښه دی.››

نوموړي ویلي چې نور نه غواړي چې قوم یې په بمونو وژل ګیږي او دی په آرامه ژوند کوي . ‹‹زه نور نه غواړم چې د خپلو خلکو په وینو کې پل اوچت کړم، لعنت پر هغه مقام او چا چې قوم یې وژل کېږي او دی ځان ارام او سوکاله ګڼي، دا څوم ځل دی چې پېښې تکرارېږي، او موږ په هر څه سترګې پټوو.››

ښاغلي ازمون د ورته پیښو په وړاندې د ګډ حکومت چوپتیا غندلې او دا حالت یې له زغم پورته بللی:

«نه څوک د چا خبرې ته غوږ ږدي او نه ستاسې په شمول لږ قدرې هم له دې خلکو سره غمرازي کوي، په ټوله کې د پښتانه قوم په تېره د ختيځ او بیا د خپل ولس پر وړاندې یو تبعیضانه حرکت ګورم. نور دا حالات د زغم نه دي».

نوموړي ویلي چې نور نه غواړي په حکومت کې دندې ته دوام ورکړي او اشرف غني دې د ده پځای بل څوک وټاکي ‹‹ نور دا حالات د زغم نه دي. مننه له هغه باوره چې پر ما مو کړی ، دې مقام ته هغه څوک خوشاله وي چې د ولس په کیسه کې نه وي او نه یې پر ولس وژنه پروا وي،››
آزمون لیکلي: حکومت دې نور له موږ نه نورو اهلو ته مبارک وي. هغو ته دې زیات مبارک وي چې هم د حکومت خوري او هم ورته ښکنځا کوي او هم د بې ګناه خلکو وژنې ته یې کار ویلی دی، د ولس ژغورنې په نوم علمیات د ولس وژنې لپاره کېږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button