هرات: وسله وال بريد کې د پوليسو لوړپوړی مشر وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۳): د هرات ولايت د ترافيکو مشر او يو ساتونکی يې په وسله وال بريد کې وژل شوي دي.
د دغه ولايت چارواکي وايي، چې پر نوموړي باندې تېره ورځ ناوخته وسله والو د انجيل ولسوالۍ د شيدايي په سيمه کې برید وکړ، چې د نوموړی ساتونکی ځای پر ځای ووژل شو خو خپله د ترافيکو مشر غلام دستګير همايون مرګونی ټپي شو.
د چارواکو په وینا، نوموړي هم روغتون ته د رسېدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی.
نوموړی تر دې مخکې د بغلان ولايت د ترافيکو مدير هم پاتې شوی دی.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: چې د هرات ښار شيدايي سيمه کې د دغه ښار د پوليسو مدير غلام دستګير همايون له خپلو دوه ساتونکو سره د دوی د چريکي وسله والو له لوري وژل شوی دی.


