پاکستان: د ننګرهارپه مومندره ولسوالۍ ۳۶ توغندي توغولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۶ فرید افغان)

راپورونه وایي چې تیره ورځ د ډیورند له پولې آخوا د پاکستان توپچي ځواکونو د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ ۳۶ مرمۍ ویشتلې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنیو ته منلې ده، چې د مومندرې پر ولسوالۍ تېره ورځ د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې پاکستاني ځواکونو د توپ ۳۶ مرمۍ راتوغولې دي.
سرچینې وايي، چې توغول شوې مرمۍ د مومندرې ولسوالۍ د کمې ډکې پر ښورۍ سیمې لګېدلي، چې له امله یې یو شمېر کورنۍ هم بې ځایه شوي دي.
د سیمې خلک وایي چې د توغول شویو مرمیو له کبله د سیمې دوه تنه وګړي ټپیان شوي دي.
خو د ننګرهار د والي ویاند بیا دا نه مني او په وینا یې چې د دغو مرميو له امله چا ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې او نه يې هم ځايي اوسېدونکو ته مالي زيانونه اړولي دي.

راپورونه وایي چې د یادې سیمې ډيری خلک د توغوندیو له ویرې د کورونو پریښودو ته اړ شوي.
له کلونو راهیسې پاکستاني ځواکونه د ننګرهار او کونړ پر یو شمېر ولسوالیو توپ خانه یي بریدونه کوي، چې تر اوسه افغان حکومت له پاکستاني لوري سره د دغو بریدونو او د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې دې غاړې ته د تحرکاتو درېدو په اړه هیڅ رسمي پرېکړې ته نه دی رسېدلي.
سیمیز خلک وایي چې افغان چارواکې بې له دې څخه چې د توپونو حساب وکړي هیڅ دفاعي توان نلري، او په وینا یې له حکومتي ځواکونو یې د ځوابي برید هیلې شلیدلې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button