(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۶ فرید افغان)
په یو بیساري اقدام کې کې د سعودي پاچا امر کړی دی تر څو هغه قطري وګړي چې د حج کولو اراده لري د باچا سلمان د خصوصي فرمان په اساس به دسعودي میلمانه وي، او هر راز لګښت به یې د سعودي واکمنه اداره ورکوي.
راپورونه وایي چې سعودي باچا دا اقدام وروسته تر هغه کړی دی چې د باچا سلمان سره د قطر امیر عبدالله بن علي الجاسم آل ثاني ملاقات وکړ.
د سعودي باچا د حکم پر اساس د سعودي او قطر ترمنځ تړلې لاره به په مکمل ډول خلاصه وي، همداراز کوم حاجیان چې د الوتکې له لارې تلل غواړي د هغې لګښت به هم سعودي حکومت ورکوي.
همدا راز باچا سلمان حکم کړی دی چې ټول قطري حاجیان باید د ملک فهد او الأحساء نړيوالو هوايي ډګرونو نه د جدې هوايي ډګر ته ورسول شي او هلته د حاجيانو او عمره ترسره کوونکو لپاره د پاچا سلمان په مېلمستيا کې ګډون وکړي.
د سعودي او قطري واکمنانو یاده لیدنه په جده ښار کې شوې ده.
قطري امیر سعودي نږدې دوست هیواد بللی، او د سعودي ولي عهد شاهزاده محمد بن سلمان بیا د تاریخي او ژورو اړیکو په بیا احیا ټینګار کړی دی.
باید وویل شي چې سعودي په تیر کې یوځل ویلي ؤ چې سږکال به قطري حاجیان هیڅکله د حج فریضه آدا نشي کړی، چې بیا یې پالیسي بدله کړه او د قطر له محدودو هوایي ډګرونو یې قطریانو ته اجازه ورکړه، خو له قطر د باندې وګړو باندې لا هم بندیزونه ؤ.
خو وروستی اقدام یې جوتوي چې دواړه هیوادونه اوس یو تر بل ډیر نږدې شوي او ښایي کړکیچنې اړیکې یې یوځل بیا ورغول شي


















