کندز: د ګډو ځواکونو په چاپو کې عامو خلکو ته اوښتي زیانونه – انځورونه

تېره شپه د کندز ولايت په چهاردره ولسوالۍ کې افغان او امريکايي ځواکونو عمليات کړي، چې له کبله يې پنځو تنوولسي وګړو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د چهاردرې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پاچاګل رسنيو ته ویلي چې بېګا شپه ناوخته ګډو ځواکونو د سجانيو په سيمه کې د عامو خلکو په کورونو چاپې واچولې او د يو شمېر کورونو دروازې يې په بمونو والوزولې. نوموړی وايي، چې افغان او بهرنیو عسکرو عام خلک وهلي، ډبولي او د هغوی شتمنۍ او ځينې پيسې یې هم له ځانونو سره وړې دي.

يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې امريکايي ځواکونو په ياده سيمه کې د ولسي وګړو له پنځو زيات کورونه هم بمبار کړي دي او ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچينې په وينا، په بمبارۍ کې يوه ميرمن شهیده شوې او د دوو ماشومانو په ګډون دوې نورې ميرمنې ټپيانې شوې دي.

لاندې دوه ماشومان تر خاورو لاندې شوي وو، خو وروسته کلیوالو ژوندي راوایستل.

Image may contain: 3 people, people standing and outdoor

Image may contain: mountain, outdoor and nature

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button