د غمو اختره

غـــــــــــزل : مصطفی نیازی

ای د غمونو اندیښنو اختره
ای د ولچک او زندانو اختره

زان سره مونږ ته خوشحالی راوله
مونږ یو ستومانه له ظلمو اختره

مونږ درته زړه کی ارمانونه لرو
ته یی درمل د پرهرو اختره

دلته مور بوری او یتیم ماشومان
سیالی یی نشته د جامو اختره

پخوا نازونه وو رټل به نوو
اوس دی سلگی د بی وسو اختره

دلته دی کور په کور ویرونه زمونږ
زیگر مو څیری دی په مړو اختره

خدایه د ظلم دا تیاری صبا کړی
تا ته ژړا مو دی له زړو اختره‌

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button