(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۶ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د تیرو څو ورځو راهیسې د هند په شمال ختیځو ولسوالیو کې سلګونه خلک وژل شوي دي
د هندي رسنیو په استناد یواځې په بهار آیالت کې د وژل شویو کسانو شمیره ۴۸۲ تنو ته رسیدلې چې له دې ډلې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۲ نور کسان وژل شوي دي.
د غه راز د هند دولتي رسنۍ وايي، په اسام کې وروستي سېلاب تراوسه ۷۳ کسان وژلي دي.
بلخوا په مغربي بنګال ایالت کې چې پدې موسم کې اوبه تر هر بل وخت ډیرې کمې وي خو سږکال یې دلته هم تر ۹۰ پورې کسان وژلي دي
راپورونه وایي د دې هیواد په تر ټولو لوی ایالت اتراپردیش آیالت کې هم ۱۵۰ کسان وژل شوي دي
د بهار ایالت په ۱۹ ولسوالیو کې نږدې دوه ویشت میلیونه او پنځه لکه وګړي له سېلاب اغېزمن شوي او یو نیم لک خلک ۲۲۲ کمپونو ته کډه شوي دي.
د هند لومړي وزیر د بهار آیالت له اعلی وزیر سره د دې آیالت لیدنه له الوتکې څخه وکړه او له سېلاب ځپلو سره یې ۵۰۰ میلیون هندي کلدارې او سېلاب کې د وژل شویو له کورنیو سره دوه دوه لکه روپۍ مرسته اعلان کړه.
دغه سېلاب نور ایالتونه هم اغېزمن کړي دي.
خو لا هم ډیر خلک ورک دي چې برخلیک یې نده څرګند


















