اندخوی- شبرغان په لویه لاره ترافیکي پېښه کې ۶ تنه مړه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۷): د اندخوی- شبرغان په لويه لاره د دوو موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې په ترڅ کې يې شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جوزجان امنيه قوماندان رحمت الله ترکستاني رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې او په خبره يې چې د کرولا او او ټېلر موټر تر منځ ټکر شوی چې له امله يې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړي زياتوي، په مړو شويو کې درې نارينه، دوه ميرمنې او يو ماشوم دی، چې جسدونه يې په بشپړ ډول سوځېدلي او تر اوسه نه دي پېژندل شوي.

هغه وايي، په دغو کسانو کې يواځې يو کس پېژندل شوی چې ارسلان نومېږي او د اندخوی ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

ترکستانی وايي، په دغه پېښه کې دواړه موټر په مکمله توګه سوځېدلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button