پاڅه!

اسدالله غيرت

د شپې درېيمه برخه رارسيدلې ، هرې خواته چوپه چوپتيا خواره ده ، خلک په درانه خوب ويده دي ، د اسمان په ټټر ځليدونکي ستورې شغلې کوي ، شپه ورو ورو د سحر په طرف ور روانه ده ، نيږدې ده ، چې خپل ځای رڼا ته پريږدي .

پاڅه !

خپل محبوب خدای ج ته د سوال او زاريو ، عبادت او نيږدې کيدو بهترينې شيبې دي ، هغه شيبې چې د زړه آه او دعا پکې عرش ته رسيږي ، هغه شيبې چې د اسلام ستر لارښود يې د بهترينوالې ذکر کړی دی .

پاڅه !

د څراغ تتې رڼا ته له خپل محبوب خدای ج سره خپله مينه په ډاګه کړه ، خپل تندی د هغه محبوب خدای ج د رضايت په خاطر په خړو خاورو ولګوه ، په ژړا ژړا ترې د معفرت غوښتنه وکړه .

هله نو ؛ همدا د غوره عبادت او خدای ج ته د نيږدې کيدوبهترين وخت دی ، هغه وخت چې روح پکې سکون مومي او خدای ج ته پکې سړی نيږدې کيږي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button