(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۸ فرید افغان)
له تیرو څو ورځو راهیسې د ملکي افغانانو د وژلو او په هغوی د بې رحمه بمباریو ډیریښت د والیانو ټولنه غبرګون ته اړ کړې ده.
د والیانو ټولنې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې څرګنده کړې ده چې د لسګونو بیګناه افغانانو وژل قصدي عمل بولي او پر دغه ډول پېښو د حکومت چوپتیا غندي.
د والیانو ټولنه وايي، د ملکي افغانانو پر وژل کېدو د ملي یووالي حکومت د مشرانو چوپتیا د شرم وړ ده.
اعلامیې ویلي؛ دا لومړی ځل نه دی، چې د امریکا په هوايي بریدونو کې عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي بلکې تر دې وړاندې هم د دغه ډول بریدونو له امله سلګونه افغانان وژل شوي دي.
باید وویل شي چې تیره ورځ په هرات کې د ښځوماشومانو په ګډون ۳۵ ولسي وګړي ووژل شول، ترې وړاندې په کندوز کې د یوې ښځې په ګډون ۵ تنو ته په یوه بمبارۍ کې مرګ ژوبله واوښته او نن هم په لوګر کې ورته خونړۍ پیښه وشوه چې ۱۳ تنه ولسي خلک ښځې ماشومان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.
باید وویل شي چې د هرات د ټولوژنې د پیښې پړه افغان حکومت ومنله او د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ټول وژل شوي ښځې ماشومان، وسلوال ترهګر وبلل.
د والیانو ټولنې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د عامو افغانانو وژل له هر لوري او په هر ځای کې چې وي، بشر ضد جنایت دی او باید دغه لړۍ پای ته ورسول شي.
بلخوا یو شمیر میرمنو د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د حکومت د بې کفایتی پرضد لاریون کړی لاریوانوالو د ‹‹مرده بادحکومت خیالي›› شعارونه ورکول او حکومت یې د پردیو لاسپوڅی باله او چارواکي یې ناامنۍ ته په لمن وهلو تورنول .


















