نيکې هيلې: د شمالي کوريا بې غوري به دغه هېواد له منځه يوسي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۷): په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې نيکې هيلې خبرداری ورکړی، چې که د خبرو اترو او دپلوماسۍ له لارې د شمالي کوريا سره لانجه حل نه شي، نو دغه موضوع به له پوځي لارې د امريکا دفاع وزارت ته وسپارل شي.

هيلې امريکايي رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د شمالي کوريا بې غوري او غير مسئولانه چلند به دغه هېواد له منځه يوسي.

هغې زياته کړه، : (که شمالي کوریا همداسې غیر مسؤلانه چلند ته دوام ورکړي او که امریکا متحده ایالتونه په هره لاره د خپل ځان او متحدینو دفاع کوي شمالي کوریا به له‎منځه لاړه شي).

د ملګرو ملتونو امنيت شورا يوه اوونۍ وړاندې پر شمالي کوريا د نويو بنديزونو پريکړه ليک تصويب کړ، چې له مخې يې د دغه هېواد سره په اقتصادي راکړه ورکړه بنديزونه ولګول شول.

خو شمالي کوريا د تازه بنديزونو باوجود د تېرې جمعې په ورځ منځنی واټن بالستيک توغندی وازمايه.

د جنوبي کوریا دفاع وزارت ویلي چې دغه راکټ په ۷۷۰ کېلو متره اعظمي ارتفاع کې ۳۷۰۰ کېلومتره واټن وهلی او په پسفیک سمندر کې د جاپان له ساحلونو ۲۰۰۰ کېلومتره لېرې لوېدلی دی.

د ولسمشر ټرمپ د قهر او غضب د مخکېدونکي خبرادري وروسته، شمالي کوريا ګواښ وکړ، چې د امريکا د پوځي اقدام په صورت کې به جاپان غرق کړي او امريکا به په ايرو بدله کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button