قطر له انګلستان څخه ۲۴ جنګي الوتکې وپېرلې

(کابل ټی کام ۱۳۹۶وږی ۲۷): د قطري رسنيو د راپور له مخې د قطر حکومت له انګلستان سره د تايفون په نامه د ۲۴ جنګي الوتکو د پېرلو تړون لاسليک کړ. سرچينې زياتوي، چې دا تړون د قطر د دفاع وزير خالدبن محمد العاطيه او د انګلستان د دفاع وزير مايکل فالون تر منځ لاسليک شوی دی. مايکل فالون، د دواړو هېوادونو تر منځ شوی تړون مهم وباله او زياته يې کړه چې دا تړون به د دواړو هېوادونو تر منځ دفاعي همکارۍ لا پسې مظبوطې کړي. دا لومړی ځل دی چې انګلستان په قطر هېواد په دومره اندازه جنګي الوتکې پېري. د روان ميلادي کال په جون مياشت کې وروسته له هغې قطر هېواد له امريکا څخه د دولس ميليارده ډالرو په ارزښت ۳۶جنګي اف پنځلس ډوله الوتکې وپېرلې، چې د سعودي په ګډون له يو شمير خليجي هېوادونو سره يې اړيکې خرابې شوې.



