امريکا: ډزو کې ۱۶ تنه ټپيان شوي دي

کابل ټکی کام ۰۲لېندۍ/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

امريکايي پوليس وايي، نن سهار د لويزيانا ايالت په نيو اورليانز ښار کې د موسيقۍ په يوه پروګرام کې پر سلګونو ګډونوالو په ډزو کې ۱۶ تنه ټپيان شوي دي.

د نيو اورليانز پوليسو په خپله اعلاميه کې ويلي دي، چې سلګونه کسان د ښار په بوني فرينډ لوبغالي کې ناست وو، چې دوه ډلو خپلمنځي ډزې پيل کړې.

پوليسو د عيني شاهدانو له خولې ليکلي دي، چې ډزو کوونکو له ډزو وروسته لوبغالی پريښی او پياده وتلي دي.

پوليس وايي د کمرو ثبت کړې وېډيوګانې ګوري څو دغه نامالوم کسان پيدا کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button