د داعش ډلې یو لوړ پوړی مرستیال د ملي امنیت کارکوونکو نیولی دی

کابل ټکی کام ۰۲لېندۍ/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د ننګرهار د والي ویاند ښاغلی عطاءالله خوګیاڼي د رسنیو له لارې خبر ورکړی دی چې د داعش ډلې یو مرستیال د «سبز علي» په نامه په جلال آباد ښار کې د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا ونیول شو.
خوږیانی وايي چې یاد نیول شوی سبزعلي د خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.
خوګیاڼي زیاتوي چې د داعش ډلې یاد مرستیال د ملي امنیت په ځانګړو او پلټونکو عملیاتو کې نیول شوی دی، او دی د څه مودې څخه په جلال اباد ښار کې په تخریبي او تروریستي کړنو بوخت وو.
لا تر دې دمه داعش ډلې يې په اړه څه نه دي ویلي..

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button