د نادعلي امنيه قومندان له څلورو ساتونکو سره وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲): د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ امنيه قومندان سمونوال عمرجان حقمل د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.

پېښه تېر ماذيګر ناوخته د يادې ولسوالۍ مربوط د قاري پوستې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

طالبانو د نوموړي د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې قاري يوسف احمدي ويلي، چې د نادعلي ولسوال د قاري پوستې په سيمه کې د دوی د وسله والو تر بريد لاندې راغلی او ځای پرځای له خپلو څلورو ساتونکو سره وژل شوی دی.

هغه وايي، چې په دغه بريد کې د نوموړي ټانګ په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د نوموړي وژل کېدل تائيدوي او وايي چې حقمل تېره ورځ ماښام مهال له دفتر څخه د خپل کور په لور روان و، چې د طالبانو تر بريد لاندې راغی او له لږ مقاومت وروسته وژل شوی دی.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button