فارياب: طالبانو د کوهستان ولسوالۍ ونيوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲): وسله والو طالبانو د فارياب ولايت د بندر کوهستان ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا امنيتي پوستې نيولي دي.
د فارياب يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې له پرون ماذيګر راهيسې سلګونه وسله والو د يادې ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل، چې تر نن سهاره يې دوام درلود او په وينا يې چې نن سهار مهال د بندر ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
د سرچينې په وينا، چې طالبانو له تېرې ورځې راهيسې په دغه ولسوالۍ کې د ټولو مخابراتي شبکو فعاليتونه ځنډولي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې د بندرکوهستان ولسوالۍ مرکز او ټولې امنيتي پوستې يې نيولي، ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
هغه زياتوي، چې په دغه جګړه کې يې له دولتي ځواکونو په زياته اندازه وسلې، پوځي وسایط او نور مهمات هم نيولي دي.
طالبانود يادې ولسوالۍ د نيولو تر څنګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د فارياب ولايت د جمعه بازار ولسوالۍ اړوند د دښت بز او تپه قشلاق سيمو کې د دولتي ځواکونو په يو لوی قطار بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۳ ټانګونه ويجاړ شوي، لسګونه کمانډو او نورو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نښتې تېره شپه تر ناوخته پورې دوام درلود او په وينا يې چې په دغه نښتو کې هم طالبانو په زياته اندازه وسلې، دوه ټانګونه او ډیری مهمات نيولي دي.
طالبانو ويلي، چې د جګړې پر مهال بمباري شوې، چې له امله يې د دوی څلور تنه ټپيان شوي او درې تنه نور وژل شوي دي.
تر اوسه د دغو نښتو په اړه د دولت رسمي سرچينو څه نه دي ويلي.



