د «ټق چپه کو» قهرمان عيسی خان لندن ته د پناه غوښتو لپاره روان دی

کابل ټکی کام ۰۲لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
په دې وروستيو کې پر ټولنيزو شبکو د اردو د عسکر عيسی خان لغماني، چې د دولت له لوري قهرمان نومول شوی وو، عکسونه خپاره شوي دي، چې ترې څرګندېږي، چې نوموړي انګلستان ته پر لاره دی، څو هلته پناه واخلي.
ويل کېږي، چې عيسی خان اراده لري لندن ته ځان ورسوي او اوسمهال يونان ته رسېدلی دی.
عيسی خان د روان کال د جون په ۲۲مه نېټه پر پارلمان د طالبانو د بريد پر مهال دعوه وکړه، چې ۶ تنه بريدګر يې وژلي دي، هغه په خپلو خبرو کې د «ټق چپه کو» جمله کاروله، له همدې وروسته دولت نوموړي ته د قهرمان لقب ورکړ او ګڼې جایزې يې ترلاسه کړې.
له دې لږه موده وروسته عيسی خان پر هغه موټر يو عام وګړی وواهه او ويې واژه، چې د دولت له لوري انعام ورکړل شوی وو.
خو د عيسی خان لغماني وروستي انځورونه ښيي، چې نوموړي وطن پرېښی، او غواړي لندن ته ورسېږي، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت لا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ياده دې وي، چې د افغانستان د اردو په عسکرو او قوماندانانو کې خارج ته تېښته او هلته پناه غوښتنه معمول ګرځېدلی او څو ځل داسې پېښې رامنځته شوي چې په کې د اردو افسرانو يا هم عسکرو په بهرنيو هېوادو کې پټېدو او پناه غوښتو هڅه کړې، خو ډېر کم يې موخې ته رسېدلي دي.




