پارلماني ناندرې او زياتېدونکې نا امني

سرليکنه

د هېواد دنا امنيو دکنترول لپاره تېره اونۍ  ولسمشر اشرف غني د يوه پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته سفر کړی و، چې د نورو برخو ترڅنګ يې په هېواد کې دنا امنيو دکنترول او مهار کولو لپاره د قزاقي لوړ پوړو چارواکو سره هم وکتل . اشرف غني چې هر هېواد  ته سفر کوي او ورسره تړونونه لاسليکوي، يوه برخه يې په هېواد کې نا امني وي ، چې وايي: دهېواد د ترقۍ او پرمختګ هم دهېواد په ټولو برخو کې يې ستونزې راولاړې کړي دي. هرکوربه هېواد ورته دامن او سولې ټټر ووهي ، خو د اونيو او مياشتو په تېرېدو سره نا امني هغسې دسمندر د څپو په څېر دهرې ولسوالۍ ، درې او کليو کورونو ته ورسېږي . تېره ورځ په پارلمان کې دهېواد د ورځ په ورځ زياتيدونکو نا امنيو په اړه ناندرې دومره زياتې شوې، چې د پارلمان لومړي مرستيال ظاهر قدير د دولت په يو شمېر لوړ پوړو چارواکو د نا امنيو دعاملينو سره دهغوی لاس او مرستو ته اشاره وکړه، ويې ويل: په هېواد کې په لوړه سطحه دولتي چارواکي دمخالفينو سره لاس لري  او په مستقيم او غير مسقيم ډول ورسره مرسته کوي. ظاهر قدير دننګرهار ولايت په يو شمېر نا امنيو او ولسواليو کې دمخالفينو نويو ، وسله والو ډلو سره دمبارزې په اړه اشاره وکړه ويې ويل: په ځای د دې چې دولت چارواکې ورسره مرسته وکړي، ځنډونه او خنډونه ورته پيدا کوي چې د ننګرهار په پوهنتون او نورو سېمو کې د دولت دمخالفينو شتون همدا لوی لا امل دی چې ولايتي چارواکي دمخالفينو په وړاندې لازم چلند نه کوي. ظاهر قدير په ښکاره څرګنده کړه ، چې په هېواد کې د نويو مخالفينو ډلو يو شمېر مشران په کابل کې ګرځي او دولتي چاوراکو سره ليدنې کوي. که دپارلمان دلومړي مرستيال دې ويناته په ژور نظر وګورو بيا خو ګرانه ده چې په هېواد کې د روانو نا امنيو څپې غلې شي ؛ بلکې امکان لري د لومړي مرستيال دوينا په اساس دهېواد هغو ولاياتو او ولسواليو ته ورسېږي چې لا دا نوې نا امنۍ ندي ور رسيدلي .تراوسه پورې دفاع  او د کورنيو چاورو وزارتونو په پارلمان کې د ناندريو او په دولتي چارواکو دنيولو په اړه څه نه دي ويلي . دا لومړی ځل دی چې دومره په صراحت سره په دولتي لوړپوړو چارواکو دا ډول نيوکې کېږي، چې دهېواد د مخالفو جګړه کوونکو ډلو سره ليدنې کوي.  داشرف غني دهغه تړون لاس ليک به لا د قزاقي رسنيو سرخطونه وي او قزاقي سياستوال به پرې په رسنيو کې بحثونه کي، امکان لري دافغانستان روانه نا امني د قزاقي لوړ رتبه چارواکو سره د تړون وروسته مهار کړل شي.

خو خپله پارلماني غړي او لومړی مرستيال نيوکې کوي چې نه يوازې داچې دفاع او د کورنيو چارو چارواکې د نا امنيو په کنترول کې پاتې راغلي ، بلکې ورسره دمرستو مخه يې هم نه ده نيولې .

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button