ورک اندلس

ليکوال: عبدالرؤف ” خپلواک “
ولید بن عبدالملک چې خلیفه شو ؛ نو موسی بن نصیر یې د افریقې والی وټاکه. خلکو هغه کمزوری وګاڼه او ښورښونه یې پیل کړل، خو ده هم له تدبیره کار واخیست او ټول رومیان یې له دی ځایه وشړل، په سیمه کې یې امنیت ټینګ او خوندي کړ. په دې زمانه کې په اندلس (هسپانیه او پرتګال) کې د نوي تمدن هیڅ څرک نه ښکاریده. ټول کارونه غلامانو ته ورسپارل شوي وو، امیران او پانګوال له هر ډول محصول او ټیکس ورکولو نه معاف وو. د دې سیمې واک دعیسویانو په لاس کې و، چې له یهودیانو سره یې ډېر بد چلن کاوه، چې هغوی د موسی بن نصیر تر لاس لاندې سیمو (شمالي افریقې) ته راغلل. موسی خپل غلام ظریف له (۴۰۰) کسانو سره اندلس ته ولیږه تر څو د هغه ځای حالات وڅیړي، هغوی چې بیرته راستانه شول نو اوضاع او شرایط يې ښه او مناسب وګڼل.
موسی بن نصیر د خپل مشهور افسر طارق بن زیاد(رح) په مشرۍ (۷۰۰۰) کسیز لښکر اندلس ته واستاو، دهغه ځای والي مقابلې ته راووت خو مات شو. دهسپانیې پاچا له یو لک کسیز لښکر سره چمتو او تیار شو، طارق بن زیاد له موسی بن نصیر نه مرسته وغوښتله هغه پنځه زره تنه مجاهدین ورته راولیږل. طارق بن زیاد بیړۍ وسوځولې چې مسلمانانو سره د تیښتې فکر پیدانشي ، بیا يې مسلمانانو ته یوه ولوله ناکه او اغیزناکه وینا وکړه خلک یې ثبات او استقلال ته راوبلل، مسلمانانو په هسپانویانو یرغل وکړ دهغوی پاچا (راډرک) ماتې وخوړه ، په بحر کې ډوب او مړ شو. دمسلمانانو حوصله او مورال لوړ شو او هسپانویانو حوصله له لاسه ورکړه. طارق بن زیاد مسلمانان په څلورو جبهو کې د دښمن په مرکزونو ورسوق کړل. قرطبه، غرناطه، مالقه او طلیطله یې ونیول، موسی بن نصیر هم له (۱۸۰۰۰) زره پوځ سره داندلس په ساحل ورښکته شو له لږ مقاومت وروسته یې اشبیله او مارده ونیول وروسته د دواړو اتلانو جرارو پوځونو د اندلس پاتې سیمې ونیولې. مسلمانان ان د فرانسې تر پولو ورسیدل؛ خو خلیفه عبدالملک د وړاندې تګ اجازه ورنه کړه.
موسی بن نصیر قرطبه د اندلس پلازمېنه وټاکله او خپل زوی عبدالعزیز یې حاکم وټاکه او خپله دمشق ته راستون شو، خلیفه ولید وفات شو او سلیمان بن عبدالمک خلیفه شو ،هغه موسی بن نصیر زندان کې واچاو چې دیو سردار په واسطه د ډېرو پیسو په ورکولو له بنده خلاص شو.
موسی او طارق چې کوم اندلس ونیو هلته اسلام نافذ شو، یهودیانو او عیسویانو د مسلمانانو د اسلامي حکومت لاندې ژوند غوره کړ. مسلمانانو ټولو انسانانو ته هوسا، ارام او سوکاله ژوند وربښلی و، تر څو آمویانو نه عباسیانو خلافت ونیو خو د اندلس خلافت او حکومت د امویانو په لاس کې پاتې و، د بغداد دعباسي دولت او د اندلس اموي دولت دواړو د اسلام مبارک دین له پاره سرښندنې کولې، په اندلس باندې اووه سوه کاله مسلمانانو حکومت وکړ؛ داسلامي علومو زرګونه کتابونه ولیکل شول، د مسلمانانو په لاس ښې ښکلې ماڼۍ ودانې شوې، ښې پراخې لارې او ارت سرکونه جوړ او نور ډېری شهکارونه وشول. خو له بده مرغه چې کله د پردیو دود، دستور، فرهنګ او کلتور دمسلمانانو اولادونو ته سرایت راوکړ، هغه ښکلی اندلس د مسیحیانو په لاس کې ولویده. پردی کلتور خپلولو سره د مسلمانانو حکومت، دبدبه،رعب او شان او شوکت له منځه ولاړ د مسلمانانو هغه لوی خلافت چې اروپا یې له تمدن سره اشنا کړې وه هغه له منځه لاړ او اندلس ورک شو، او ورک اندلس داسې ورک شو چې د هغه ځای جوماتونه مدرسې او نور مقدس مقامات د مسیحیانو له خوا په حمامو، فاحشخانو او.. بدل شول. اوس په اندلس(هسپانیه او پرتګال ) کې په سلو کې یو مسلمان نشته.
داندلس له تاریخه په عبرت اخیستلو د ګران افغانستان د اسلامي تمدن د ژوندی پاتې کیدو په هیله.



