طالبان: د دولت له لوري د “فندقستان درې” د بيرته نيولو ادعا حقيقت نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۲): څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د پروان ولايت د سياګرد ولسوالۍ مربوط د فندقستان دره او د دولتي ځواکونو پوستې ونيولې، چې په زياته اندازه وسلې، پوځي توکي او مهمات هم لاسته ورغله.

تازه د پروان ولايت د پوليسو وياند ضياالرحمن فايض سيدخيلي رسنيو ته ويلي، چې وسله والو طالبانو له يادې درې څخه تېښته کړې او په خبره يې چې اوس مهال په ياده دره کې عمليات روان دي او ټوله سيمه دولتي ځواکونو بيرته نيولې ده.

نوموړی وايي، په دغو عملياتو کې يې ديرش تنو طالب وسله والو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده او يو پوليس وژل شوی دی.

له بله پلوه طالبانو د دولتي ځواکونو دغه ادعا رد کړې او وياند يې ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په فندقستان دره کې له تېرو درې ورځو راهيسې دولتي ځواکونو ۸ وارې تعرضونو وکړل، چې هر وار په شاه وتمبول شول او يو متر هم وړاندې نه دي راغلي، هر ځل د تلفاتو سره مخ شوي دي.

نوموړي، د ولايتي چارواکو ادعا دروغ بللې او په خبره يې چې د امريکايي ځواکونو په ملتيا هم په هيڅ لاسته راوړنه نه دي توانېدلي.

په عين حال کې د دغه ولايت د شنوارو ولسوالۍ د پوليسو قومندان صديق صديقي وايي، چې د فندقستان درې له نيولو وروسته د شينوارو ولسوالۍ هم له سخت امنيتي ګواښ سره مخ ده.

د فندقستان دره د سياګرد ولسوالۍ جنوب ته پرته سيمه ده او د شينوارو ولسوالۍ سره سرحد لري چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو له زياتو وسلو سره ونيوله او له هغې وروسته يې د افغان دولت مامورینو او امنیتي ځواکونو ته عامه بښته اعلان کړه.
د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په استول شوي پیغام کې راغلي: (چې د سیمې کوم خلک چې مخکې له کابل ادارې سره همکاري شوي وو که اوس له مخالفت او مزاحمت څخه لاس اخلي د اسلامي امارت د مجاهدینو له ترحم سره به مخ شي او کولای شي خپل آرام او ابرومندانه ژوند ته دوام ورکړي.)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button