فارن پاليسي: امريکا افغانستان کې د جنګي الوتکو کارول ازمايي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۲): د امريکا څخه نشرېدونکې فارن پاليسي ليکلي، چې د امريکا دفاع وزارت په پام کې لري چې په افغانستان او عراق کې د نويو سپکو جنګي الوتکو کارول وازمايي.

فارن پالیسي زیاتوي لس کاله وړاندې له ترهګرۍ سره په جګړه کې د ایف ۳۵ او اې ۱۰ لویو الوتکو پر ځای د سپکو او وړو جنګي الوتکو د کارولو طرحه رامنځته شوه.

خپرونه زیاتوي دوه ډوله سپکې الوتکې ددغه طرحې د عملي کولو لپاره په پام کې نیول شوي دي، چې یوه یې اې ۲۹ سپر ټکانو او بله یې اې ټي شپږ ولویراین ده.

لومړي یوه برازیلي شرکت او دوهمه یې یو امریکايي شرکت جوړوي.

خپرونه زیاتوي دغه الوتکي په پام کې ده راتلونکې کال عملاً په جګړه کې وکارول شي. دا طرحه وروسته له هغه رامخې ته شوه چې د لویو جنګي الوتکو د لوړې بیې او ډیر لګښت ته پام وشو.

دغه راز په ځینو حالاتو کې ولیدل شول چې دغه ډول الوتکې د ځینو عملیاتو لپاره مناسبې نه وې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button