په غير قانوني توګه ۹۰زره ټنه نفت افغانستان ته وارد شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶۱۳): په کابل کې د ګاز او نفت واردونکې ټولنه وايي، چې هر کال په غير قانوني ډول افغانستان ته زرګونه ټنه ګاز او نفت واردېږي، چې حکومت يې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

د يادې ټولنې مسئولينو په يوه غونډه کې وويل، چې په تېرو شپږو مياشتو کې له ترکمنستان څخه تر ۹۰ زره ټنه پورې نفت په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد شوي، چې په خبره يې په دې کار کې ځينې دولتي چارواکي هم لاس لري.

دغه ټولنه زياتوي،په تېرو شپږ مياشتو کې د ۱۶۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت نفت په غير قانوني ډول افغانستان ته وارد شوي دي.

د غاز او نفتو د ورادونکو ټولنې رييس اذرخش حافظي رسنيو ته ويلي، چې شواهد په لاس لري، کله چې په ګمرکونو کې د مامورينو څخه شکایت وشي، نه ګوښه کېږي، بلکې له هغې هم په لوړ ځای کې ګمارل کېږي.

نوموړي د ايراني چارواکو له قوله وويل، چې په روان کال کې دوه زره پنځه سوه دوه اويا ميليونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته صادرات شوي چې په وينا يې له جملې يې ۱۶۰۰ميليونه ډالره په رسمي توګه ثبت او محصول شوي، پاتې نور يې ورک شوي دي.

د نفتو ورادونکی عبدالهادي نجرابي وايي: (پټرول تېل ډېر پلور لري د بېلګې په توګه د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې له ترکمنستان څخه یو لک ټنه تېل افغانستان ته راغلي دي، خو که‎چېرې څېړنه وشي ۹۰ زره ټنه یې نادرکه شوي او ښايي یوازې ۱۰ زره ټنه یې افغانستان ته رسېدلي وي).

د يادې ټولنې مسئولينو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې هېواد ته په ناقانونه توګه د نفتو د واردېدو مخنيوی وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button