طالبانو ته ۶ محلي پوليس تسليم شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۶): د لغمان ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته ۶ محلي پوليس تسلیم شوي دي.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې: (دوی ټول د حقائقوپه درک کولو، د ځايي مجاهدینو په مرسته او د دعوت او ارشاد مسئولینو په هلوځلو سره د اسلام او هیواد له دښمنۍ څخه لاس په سر او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول).
طالبانو په خپله رسمي ويب پاڼه (الاماره) کې د تسلیم شويو عسکرو نومونه او د هغوی د عسکرۍ کارتونه هم خپاره کړي دي.
وسله والو طالبانو په هېواد کې د تسلمېدونکو عسکرو، اربکيانو او ملي اردو لپاره د (دعوت وارشاد) په نوم ځانګړی کميسيون جوړ کړی، چې وخت ناوخت ورته عسکر تسليمېږي او بيا د هغوی له لوري ورته ځانګړي کارتونه ورکول کېږي.
تر اوسه په دې اړه د لغمان ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي.



