پاکستان: چاودنه کې ۱۷ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۶): د پاکستان په کويټه ښار کې د پوليسو په موټر چاودنه شوې، چې له کبله يې ۱۷ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستانيو رسنيو ويلي، چې په چاودېدونکو توکو بار يوه موټر د پوليسو د انتقالوونکي لوی موټر تر څنګ چاودنه کړې، چې په ترڅ کې يې ۷ پوليس وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي.

چاودنه د کوټې ښار په سرياب روډ کې د پوليسو د يوې پوستې تر څنګ رامنځته شوې ده.

امنيتي سرچينې وايي، د پوليسو په انتقالوونکي موټر کې شاوخوا څلوېښت کسان سپاره و، چې چاودنه پرې وشوه.

د پېښې ځای ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او د پلټنې عمليات يې پيل کړي دي.

په دغه چاودنه کې ټپيان جناح روغتون ته د تداوۍ په موخه وړل شوي دي، چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی، ښايي په پېښه کې د وژل شويو کسانو شمېره لوړه شي.

تر اوسه د دغه برید مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

خو تر دې مخکې په پاکستاني ځواکونو د ځينو بريدونو پړې د تحريک طالبان پاکستان او داعش ډلو منلې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button